زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: 2024/11/21 - 04:33:0 FA | AR | PS | EN
بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي             نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري             مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي             په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو             خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي            

تاريخ النشر: 2022/01/02 - 12:54:0
زيارة: 767
مشاركة مع الـأصدقاء

تېرو ۱۶کلونو کې ۲۸۵۰۰ افغان ماشومان د تاوتریخوالي قرباني شوي

په تېرو ۱۶ کلونو کې، څه باندې ۲۸ زره او ۵۰۰ ماشومان په افغانستان کې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق، د دغو شمېرو له خپرولو سره وايي چې په افغانستان کې د قرباني شویو ماشومانو شمېر د نړۍ ۲۷ سلنه جوړي.

بلخوا د «ورلډ وېژن» مرسته رسوونکي سازمان په افغانستان کې د ماشومانو پر کړېدو او ناروښانه برخلیک اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ورلډ وېژن مرستې رسوونکي سازمان عمومي مدیره آسونتا چارلز وايي:«په دغه هېواد کې وضعیت مخ پر خرابېدو دی، په ځانګړي توګه ماشومان ځورېږي. نن ورځ ډېره خپه کېږم چې وینم کورنۍ چمتو دي چې خپل ماشومان وپلوري څو د کورنیو نورغړي ماړه کړي. له همدې امله دا خواشینوونکې ده، نو اوس د دې وخت دی چې بشرپاله ټولنه راپاڅېږي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.»

په افغانسان کې ناوړه اقتصادي وضعیت ماشومان هم سخت زیانمن کړي دي. عزیزه ګل له خپل مېړه او ماشومانو سره په هرات کې په یوه کنډواله کور کې اوسېږي.

لس کلنه قندي ګل هغه ماشومامه ده چې پلار یې پلورلې څو یې په پیسو د خپلو نورو بچیانو لپاره ډوډۍ برابره کړي.

د قندي ګل مور عزیزه ګل په دې هکله وايي:«په کور کې مو خواړه او هېڅ نه لرل. خاوند مې شور ماشور وکړ چې خواړه راوړه چې ماشومان له لوږې مري خو نه وو چې راوړي مې وو.»

حمید هم د جګړې او وچکالۍ له امله بې ځایه شوی دی، دی وایي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یې د خپلې اوه کلنې ماشومې له پلورلو پرته بله لار نه لرله.

دغه ماشومه د خپلې کورنۍ د دې پرېکړې پر وړاندې د نهیلۍ اوښکې تویوي.

د هرات اوسېدونکی حمید څرګندوي:«ما دا لور مې پلورلې چې نورو ماشومانو ته مې ډوډۍ پيدا کړم، ورته درمل وپلورم، دنیا داسې شوې ده چې څوک مرسته نه کوي، اړ یم یو اولاد وپلورم چې بل ژودی پاتې شي.»

په افغانستان کې ګڼ ماشومان معلول شوي هم دي.

په کابل کې د سره صلیب د مرکز فزیوټراپسټ عبدالفهیم وویل:«کله چې ماشومان دلته راځي ناهیلې وي، موږ له دې وروسته هغوی ته خبرې کوو د انګېزې ورکړې بهیر پیل وو، د هغو ماشومانو لپاره چې د بدن یوه برخه په ځانګړې توګه پښه یې له لاسه ورکړي وي موږ ورته مصنوعي پښه جوړ وو.»

د یونېسف په وینا د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې، بې وزلي او اقتصادي ستونزې زیاتېږي او نور ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

دغه بنسټ وړاندوینه کړې ده چې ۲۰۲۲ زیږدیز کال تر پایه به په افغانستان کې له پنځو کلنو کمر عمره درې مېلیون و ۲۰۰ زره ماشومان د خوړو له سخت کمښت او خوارځواکۍ سره مخ شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/25536






*
*

*



قرأ

بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو


د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي


د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


د طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه


طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي


د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه


خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول


متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو


طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي


د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې


قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي


په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی


د دوو افغانانو په ګډون ایران کې ۱۴ تنه اعدام شول


افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي


طالبان وایی په افغانستان کې جنسیتي تبعیض نشته


۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د ترکیی د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي


پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه


پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو


افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو


لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي


په سرپل کې د خرافاتو د مخنيوي په موخه د چنار يوه ونه له بيخه ايستل





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان